د پاکستان پوځ: د هند په بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هند له بریدونو وروسته ویلي، چې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.
تر دې وړاندې ویل شوي و، چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د پاکستان د پوځ ویاند دغه راز اعلان وکړ، چې هند د دې هېواد په شپږو نقطو کې بریدونه کړي.
د یادولو ده، چې پر پاکستان د هند د بريد ویډوګانې هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي او په کې ښکاري، چې یو شمېر کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي.

نور خبرونه

رادیو