پر پاکستان د هند له بریدونو وروسته د دغه هېواد د پنجاب ایالت سروزیره مریم نواز وايي، چې د پاکستان د هر انچ خاورې ساتنه د هغې د ایمان او رسمي لوړې یوه برخه ده.
هغې د چهارشنبې سهار پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «د پنجاب خاوره د شهیدانو او غازیانو د وینو ساتونکې ده او د هغو بېګناه خلکو وینه چې نن شپه پر دې خاوره تویه شوې، مسوولیت یې زمونږ پر غاړه ده.»
مریم نواز همداراز زیاته کړې، دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د بېړني وضعیت په بڼه سملاسي اقدامات وکړي او د خلکو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
همداراز هغې په یوه بل بیان کې نن (چهارشنبه) په ټول پنجاب ایالت کې د خلکو د خونديتوب په موخه عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
دا پرېکړه د زدهکونکو او ښوونکو پر وړاندې د هر ډول اټکلي ګواښ د مخنیوي په موخه شوې ده.
د نوازشریف لور او د پنجاب ایالت سروزیره مریم نواز دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شاوخوا درې ساعته مخکې د هند د دفاع وزارت په یوه بیان کې ومنله چې ځواکونو یې د پاکستان په خاوره او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریزو فعالیتونو اړوند ۹ مرکزونه په نښه کړي دي.