برېتانیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر طبي زده‌کړو لګېدلي بندیزونه سملاسي لرې کړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ ډېکسن وایي، چې د نجونو پر طبي زده‌کړو بندیز د افغان مېندو او ماشومانو په روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.

هغه د قابلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه له طالبانو غوښتي، چې باید سملاسي د نجونو پر طبي زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو سربېره تیر کال د نجونو لپاره پر طبي زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

نور خبرونه

رادیو