سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د غور ولایت د طالبانو امنیه قوماندان نوراغا حیدر د دغه ولایت پسابند ولسوالۍ ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ۸۰ کسان د مخدره توکو د کښت په تور ونیول او بندیان یې کړل.
نیول شوي کسان وايي چې دوی له کوم دلیل پرته شاوخوا ۱۰ څخه تر ۱۵ ورځو پورې بندیان دي.
په یوه ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، بندیان وايي چې طالبانو ۸۰ کسان په یوه کوچنۍ خونه کې بندیان کړي او هغوی ته خواړه او اوبه نه ورکوي.
د دې خلکو په وینا، ځینې کسان هغه مسافر دي چې له هلمند څخه غور ته راغلي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو تن وویل چې ځینې یې د لرګیو راټولولو پرمهال نیول شوي دي.
په ویډیو کې معلومیږي، چې ټول "۸۰" بندیان په یوه خونه کې ساتل کیږي چې "پنځه متره اوږده او درې متره پلنه ده"، او ځای دومره تنګ دی چې د زندانیانو په وینا، "دوی د لمانځه لپاره ځای نه لري."
په غور کې د طالبانو د قوماندانۍ پرته له دې چې د دې نیول شویو کسانو یادونه وکړي، وویل چې نوراغا حیدر د دې سفر په جریان کې څو کلي د کوکنارو له کروندو پاک کړي دي.
ځینې سرچینې وايي چې طالبانو خپل ځینې مخالفان هم د کوکنارو د کروندو د کرلو په پلمه نیولي.