د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسلام اباد ته رسېدلی او د دواړو هېوادو د اړیکو پر پیاوړتیا به ځانګړې ناستې ولاړې هم وکړي.
پاکستاني رسني جیونیوز راپور ورکړی، چې عراقچي به د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو هم خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د یادو هېوادونو ترمنځ د شخړې د حل په موخه راتلونکې اونۍ نوي ډیلي ته هم سفر وکړي.