د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د راولپېنډۍ ښار د پاکستاني پوځ په عمومي مرکز (جياېچکیو) کې د دغه پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره لیدلي دي.
د پاکستان پوځ رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ (د مې ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دواړو خواوو د دې لیدنې په ترڅ کې د سیمې د جیو-ستراتیژیک وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي ننګونو په تړاو خبرېاترې کړې دي.
په بیان کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکو د ایران او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر د بحث یوه مهمه برخه د دواړو هېوادونو د پولو خوندي کولو لپاره د شته میکانیزمونو ارزونه او د سرحدي ګواښونو کمښت بللی دی.
د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په حواله ویلي، چې ایران او پاکستان نه یوازې ګاونډیان دي، بلکې د دوو وروڼو هېوادونو په توګه، د ژورو مذهبي او تمدني اړیکو له لارې یو بل سره تړلي دي.
منیر د ګډو ننګونو د حل لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرواترو او اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او همکارۍ د ودې لپاره د سیمهییزو نوښتونو په ملاتړ کې د پاکستان د رول هرکلی کړی دی.
په بیان کې ویل شوي، چې دواړو خواوو د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو ګټو او سیمهییز ثبات لپاره د لا ډېرې همکارۍ په موخه پر خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي پاکستان ته داسې مهال سفر کوي، چې څه موده مخکې د هندي کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو د یوې ترهګرې ډلې د برید له امله د نوي ډیلي او اسلاماباد اړیکې ترینګلې شوې دي.
هند پاکستان په دغه برید کې ښېکل بولي، خو اسلاماباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.