هند ته په اشارې؛ پاکستان نن د «فاتح» په نوم نوی توغندی ازمویلی

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر (ISPR) ویلي، چې دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د «فاتح» په نوم ځمکنی توغندی ازمویلی دی.

دغه ازمېښت د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر وروستۍ پېښې پر سر د رامنځته شویو ناندریو په ترڅ کې کېږي.

پاکستان ویلي، دغه توغندی چې ۱۲۰ کیلومېټره واټن وهلی شي، د پوځ د روانو پوځي تمرینونو یوه برخه وه.

د یاد هېواد د پوځ په وینا، د دغه توغندي د لارښوونې سېسټم پر غوره ټکنالوژۍ سمبال دی چې دا یې یوه پرمختللې وسله ګرځولې ده.

په خبرپانه کې راغلي، چې دغه توغندی د هر ډول دفاعي سېسټم څخه په اسانۍ د خپل هدف په لور تلای شي.

د دغه توغندي د ازمویلو لامل د جګړې لپاره د پاکستان د پوځ چمتووالی ښیي او د توغندي د تخیکي سېسټم ارزونه یې هم موخه بلل شوې ده.

د ازمویلو په دغه بهیر کې د پاکستان پوځ لوړپووړو افسرانو، ساینس پوهانو او انجینرانو ګډون کړی و.

د پاکستان پوځ د ګډو ځواکونو قوماندان د دغه مراسمو پر مهال ویلي، چې هېواد یې د هر ډول تېري پر وړاندې بشپړ چمتووالی او تخنیکي وړتیاوې لري.

د کشمیر کشالې په اوج کې هم‌مهاله هندي پوځیانو هم د ځمکنیو پوځي نندارو تر څنګ خپلې هوایي پوځي نندارې وړاندې کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر او نور لوړپوړي حکومتي چارواکي انګېري، چې ښايي هندوستان یې د هېواد پر ځینو برخو بریدونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو