د نړۍوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، تېره شپه د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې د امریکا مشهورې سندرغاړې لیډي ګاګا تاریخي کنسرټ کې پولیسو د بم چاودنې مخه نیولې ده.
په دغه کنسرت کې ګډون وړیا وو او تر ۲.۵ مېلیونه ډېرو کسانو پکې ګډون کړی وو.
پولیسو ویلي، چې د بم چاودنې پلان یو داسې ډلې جوړ کړی و چې پر ټولنیزو رسنیو یې د کرکې خپرولو پیغامونه خپرول او ځوانان یې سخت دریځۍ ته هڅول.
د پولیسو په وینا، عملیات د سایبري عملیاتو وزارت د راپور او د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته وشول.
برازیلي پولیسو د «فېک مانسټر» په نوم دغه عملیاتو کې دوه کسان نیولي دي، چې یو یې د غېرقانوني وسلو د لرلو په تور په ریو ګراندو دو سول کې او بل یې له ماشومانو د ناوړه جنیسي اړیکو د اخیستلو او د هغوی انځورونو د ساتلو په تور په ریو کې نیول شوی دی.
پولیس زیاتوي، مشکوکو کسانو پلان درلود چې د چاودېدونکو موادو او «مولوتوف کوکټېلونو» له لارې د کنسرټ ګډونوال د برید لپاره وکاروي.
دغو کسانو پر ټولنیزو رسنیو ځانونه د «ګاګا نړۍوالو مینه والو ډلې» غړي معرفي کړي وو.
پولیس وايي، چې څېړنې لا هم روانې دي او له نیول شوو کسانو څخه پلټنې کېږي.