د بلوڅ بېلتون پالو یوې ډلې د شنبې په ورځ د (غویي ۱۳مه) د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ اړوند د منګوچر په سیمه کې د پولیسو هغه کاروان په نښه کړی، چې بندیان یې لېږدول.
راپورونه وایي، وسلهوالو پنځه پولیس تښتولي او د هغوی له منګولو یې لس تنه زندانیان هم ازاد کړي دي.
د پاکستانۍ ډان ورځپانې د خبر له مخې؛ پولیسو دغه زندانیان په شخصي موترو کې د ګدانې له زندان څخه د ماچ مرکزي زندان ته لېږدول، چې د کویټې- کراچۍ پر لاره دغه پېښه رامنځته شوه.
د بلوڅ بېلتون پاله ډلې وسلهوالو دغه کاروان ته په لاره کې چیک پاینټ اچولی و.
عیني شاهدان وايي، وسلهوالو ټول تېرېدونکي وسایط ودرول، بسونه او لارې یې په دقیقه توګه پلټلې او همدا راز یې هر تېریدونکی کس څارلو. د پولیسو د کاروان په رسېدو سره سم وسلهوالو لومړی زندانیان خوشې کړي او بیا یې پولیس له ځانه سره وړي دي.
ځايي چارواکو ویلي، د خوشې شویو بندیانو له ډلې یو تن ته د خپلې مېرمنې د قتل په تور د اعدام سزا او بل ته د عمري بند سزا اورول شوې وه. نور اته بندیان د نشهیي توکو او قاچاقو تر څنګ د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، چې (د مئ په ۵مه نېټه) په کویټه کې محاکمه کېدل.
د راپور له مخې، اوسمهال ځايي امنیتي ادارو د منګوچر په غرنیو او شاوخوا سیمو کې د یرغمل شویو پولیسو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړي دي.
بلوڅ ازادۍ غوښتونکو په یوې خبرپاڼه کې د دغو پولیسو تښتول تایید کړي او ویلي دي، چې وسلې یې هم ترې نیولې دي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسلهوالې ډلې فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځیني لوی بریدونه هم کړي، چې پکې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.