د فلسطین او اسراییل کړکېچ؛ په غزه کې ۵۷ کسان له لوږې مړه شوي دي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۴

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو غزې ته د بشري مرستو تلونکي کاروانونه درولي او له همدې امله ۵۷ فلسطینیان له لوږې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو بشري سازمانونو او هېوادونو له اسراییل غوښتي، چې غزې ته د مرستو کاروانونه پرېږدي؛ خو دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده شوې.

په غزه کې د لوږې ناورین جدي بلل شوی او تر ټولو ډېر قربانیان یې هم ماشومان ښودل شوي.

نور خبرونه

رادیو