د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي خطر کم وي».
د سویس نیه څورښر څایتونګ رپوټ ورکړی، چې د سویس حکومت د افغان کډوالو د بېرته استولو لپاره یوې حساسې طرحې ته اشاره کړې او دا مفکوره د سویس د کډوالۍ په پالیسۍ کې د احتمالي تغییر نښه کېدای شي.
خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.
د اسنادو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.
ورځپاڼه وايي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د پخوا په پرتله «ثبات ته نږدې» ښکاري او له همدې امله اروپایي حکومتونه تر فشار لاندې دي، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.
د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه داده چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله ، پښتانه، افغانستان ته بېرته واستول شي.
ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.
نیه څورښر څایتونګ زیاتوي، « د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې له طالبانو سره په یوه قوم (پښتنو) پورې تړلي افغانان، ښایي د نورو قومونو په پرتله د طالبانو له خوا لږ له ګواښ سره مخ وي. په اسنادو کې د پښتنو اخراج د مثال په توګه یاد شوی چې په سیاسي ستراتیژۍ کې بدلون څنګه کېدای شي په لویه کچه د افغانانو د بېرته ستنولو پیلامه شي».
ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تیرو وختونو کې داسې بېلګې ترسترګو کیږي.
سویس تېر کال یو شمېر «مجرم افغانان» بېرته وشړل او له اپریل میاشتې راهیسې، یواځې هغه افغان نارینه بېرته شړل کېدای شي، چې روغ رمټ وي او په افغانستان کې ثابتې کورنۍ اړیکې ولري.
د سویس د کډوالو اداره وايي، دا پالیسي به یوازې لږ شمېر افغانان اغېزمن کړي.
د کابل له سقوطه د مانهایم تر بریده
هغه اسناد چې «NZZ am Sonntag» د عامه معلوماتو د قوانینو پر بنسټ ترلاسه کړي، د ۲۰۲۴ کال تر مني پورې ښيي، چې څنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د خلکو نظر بدل شوی دی. څلور کاله وړاندې، چې د امریکا وروستي سرتېري له افغانستان نه ووتل او کابل د طالبانو لاس ته ولوېده، په اروپا کې له افغانانو سره تر ټولو ډېره خواخوږي ښودل کېده، خو نن د خواخوږۍ دغه احساس ډېر کم شوی او خبرې د ترهګرۍ او جرمونو په اړه دي.
ورځپاڼه وايي، دا بدلون په جرمني کې د مسلمانانو له بریدونو وروسته راغلی، چې تر ټولو پاروونکي یې د مانهایم او مونشن بریدونه وو، چې په دواړو کې افغانان ښکیل وو.
د دې ټولو پېښو له امله، په سویس کې هم د کډوالو پر ادارو د فشار کچه ډېره شوې.
د اسنادو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، « په جرمني کې د پیښو (په مانهایم او زولینګین کې بریدونو) له امله د پناه غوښتنې د پالیسۍ اړوند تغییراتو په تړاو افکار (د مثال په توګه، د قومي معیارونو پر بنسټ اخراج) نه شي رد کېدای». نوموړی وروسته زیاتوي، « د یو هیواد د پروګرام پیلول، یانې د افغانانو د ډله ییز اخراج لپاره تدابیر باید لازمي وي چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره تړاو ولري، مثلا، د پښتنو اخراج یا لومړۍ ځانګړې الوتنه».
د سویس د کډوالو ادارې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې « د افغانستان په تړاو داسې څه فکر نشته. یوازې هدف دا و چې مثالونه ورکړل شي څو روښانه کړي چې د بیرته ستنېدو د مرستې پروګرام د پیل لپاره څه ترتیب کیدای شي».
د سویس د ایس وي پي ګوند غړي پاسکال شمېت ویلي چې سویس باید لا دمخه په لویه کچه افغانان بېرته افغانستان ته استولي وای.
د ازادۍ غوښتونکو ګوند یا اېف ډي پي پارلماني استازي کرسټین واټرفالین ویلي چې «که پایله دا وي چې ځینې قومي ډلې په افغانستان کې خوندي دي، نو بېرته ستنول د منلو وړ دي».
له وړاندیز سره مخالفتونه
خو د منځلاري ګوند غړو دا نظریه رد کړې او وايي، چې مهم د پناه غوښتنې دلایل دي، نه قوم.
ددغه ګوند یوه غړي ویلي، « زه ګمان کوم چې د پښتنو ترمنځ داسې کسان شته چې د پناه غوښتنې دلیل لري او داسې کسان هم شته چې دلیل نه لري. زه اصولاً داسې فکر کوم چې بېرته ستنول ښه دي، خو دا باید د قوم له مخې ونه اوسي».
د اېس پي ګوند غړې سیلینا ویدمر افغانستان ته د خلکو له ستنولو سره مخالفت کړی او وايي، چې دا چارې د سویس له بشردوستانه دود سره سمې نه دي.
ورځپاڼه وايي، چې دا نظریه د اوس لپاره د پلیتابه وړ نه ده، ځکه د افغانانو قومي جوړښتونه مشترک دي او داسې کسان شته، چې مور یې له یوه او پلار له بله ټبره دي او په دې کې پرېکړه کول ستونزمن دي.
ورځپاڼه د علي جان خوشي په نامه د یوه هزاره بېلګه راوړي، چې مور یې پښتنه ده او پلار یې هزاره دی. هغه ۱۲ کاله وړاندې له افغانستان نه سویس ته کډوال شوی او نن د استوګنې جواز لري. هغه وایي، «زه پښتون او هزاره یم. زه په دواړو ژبو، پښتو او دري، خبرې کوم».
علی جان خوشی خبرداری ورکوي چې د قوم پر اساس باید څوک افغانستان ته بېرته ونه لېږل شي.