د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رسنۍ دې په خپلو خپرونو او فعالیتونو کې «اسلامي اصول او شرعي لارښوونې» رعایت کړي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یو کال کې یې د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د اسلامي ارزښتونو د دودولو، دیني اصولو د پلي کولو او له رسنیو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ۱۰۶۲ ناستې ترسره کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت زیاتوي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د رسنیو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او له رسنیو یې غوښتي چې د مثبتو پیغامونو په خپرولو او د اسلامي ارزښتونو په دودولو کې له دې وزارت سره همکاري وکړي.
همدا راز په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د “اسلامي" اصولو په چوکاټ کې د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او له رسنیو څخه یې غوښتي، چې په خپلو چارو کې “اسلامي” اصول او “شرعي” لارښوونې په پام کې ونیسي.
یاد وزارت په داسې حال کې له رسنیو سره د همکارۍ او همغږۍ ادعا کوي، چې د همدې وزارت له لوري لګول شویو سختو محدودیتونو له امله په افغانستان کې ګڼې رسنۍ تړل شوې، د ښځو د غږ خپرولو مخه نیول شوې او نږدې لس تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندي دي.
که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو د دغو بندیزونو او محدودیتونو د لرېکېدو غوښتنه کړې، خو دا ډله رسنیو ته د دوښمن په سترګه ګوري او د یادو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولي دي.
بل خوا، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو د دغو بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل، خبریالان په افغانستان کې له سخت سانسور، ګواښونو او بېاساسه نیونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې چې لا ډېر محدودیتونه زغمي.
بېنېټ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان رسنیو او خبریالانو، په ځانګړې توګه له هغو چې له هېواده بهر دي، پراخ ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د مطبوعاتو ازادي د حقیقت، عدالت او سولې بنسټ دی.