د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ويلي، چې تېر ماښام د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د میدان وردګ په سید اباد ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه مړه او ۱۰ کسان ټپیان شوي.
وايي، په مړو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان شامل دي.
طالبانو ویلي، د دغې پېښې ټپیان یې ورڅېرمه روغتون ته لېږدولي او د ځينو روغتیايي حالت نازک دی.