هند ۱۵۰ افغان لاریو ته د واګا بندر له لارې د تګ اجازه نه ده ورکړې

۹ ساعتونه مخکې

که څه هم پاکستان ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګا بندر له لارې هند ته د تګ اجازه ورکړې، خو د هند حکومت لا هم دغو لاریوته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر ۱۱مه، اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په غوښتنه یې ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د ټرانزیټ اجازه ور کړې، چې غواړي هند ته لاړ شي او دا یې د دوستانه اړیکو نښه بللې.

د راپورونو پر اساس، هندي چارواکو تر اوسه دا لاره نه ده پرانیستې، چې له امله یې افغان سوداګر اندېښمن شوي او د دوی توکي زیانمن شوي دي.پاکستان ویلي، چې د طالبانو سفارت د اپرېل پر ۲۸مه له دوی نه د یوه رسمي لیک له لارې دا غوښتنه کړې وه.

د واګا بندر تړل کېدل د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستیو بریدونو له امله پیل شول او له هغه راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریز تګ راتګ اغېزمن شوی دی.

د هندي لوري له خوا د لاریو نه منل د افغان سوداګرو لپاره یو بل خنډ ګڼل کېږي، چې د سیمې د سوداګرۍ پر بهیر ناوړه اغېز لري.

نور خبرونه

رادیو