ځايي سرچینې وايي، د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې زرګونو د سیاسي ګوندونو غړو، مدني فعالانو او سیمې خلکو په یوه ستر لاریون کې په خپله سیمه کې د امن غوښتنه وکړه.
دوی وايي، چې په دې وروستیو کې یې په سیمه کې جګړې، هدفي وژنې او تښتونې زیاتې شوې.
لاریون کوونکو له حکومت غوښتل چې د دوی غوښتنو ته دې پام وکړي او د دوی په سیمه کې دې امنيت ټینګ کړي.