العربیه انګلسي د امریکا دفاع وزارت د یو چارواکي له قوله خبر ورکړی چې د پنټاګون مشر پیټ هیګسیت په سره سمندرګي کې د(یوایس ایس)هري ایس ټرومن (الوتکې وړونکې بېړۍ) د ځای پرځای کولو موده غځوي.
دې پرېکړې سره به د امریکا پوځ لږ تر لږه د یوې اونۍ لپاره په سیمه کې دوه بېړۍ ولري. دوهمه بېړۍ بریدیز ګروپ د یو ایس ایسکارل وینسن په مشرۍ، تېر میاشت د یمن پر حوثيانو د ورځنیو عملیاتو په چوکاټ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) حوزې ته رسیدلې وه.
دغه بریدیز کمپاین د مارچ په ۱۵مه وروسته له هغه زیات شو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وسله والو د سخت فشار امر وکړ.