د پاکستان لوی درستیز: د هند هر ډول تېري ته به «چټک او پرېکنده» ځواب ورکړو

۲۲ ساعتونه مخکې

د هند او پاکستان د کړکېچ په لړ کې د‌ پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هندوستان ته خبرداری ورکړی، چې پر دغه هېواد به یې هر ډول پوځي تېري ته به «چټک او پرېکنده» ځواب ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پهلګام ترهګریزې پېښې اړوند خپلو وسله والو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د پېښې په غبرګون کې «د ځواب ویلو ډول، هدف او وخت» لپاره دې اقدام وکړي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې لیکلي، چې جنرال عاصم منیر په پنجاب کې د یوه پوځي مانور پر مهال خپله وینا کې څو څو واره هندوستان مخاطب کړی دی.

هغه ویلي، پوځ یې د هېواد ځمنکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره چمتو دی.

جنرال منير وويل: «پاکستان د سيمې سولې ته ژمن دی، خو د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره زموږ چمتووالی او مطلقه اراده موجوده ده.»

تېره اوونۍ وسله والو د هندي کشمیر په پهلګام کې ۲۵هندي سېلانیان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

تر دې پېښې وروسته هند اسلام اباد ته ګوته ونیوله او په ترهګرۍ یې تورن کړ.

نوي ډیلي له پاکستان نه سره ټولې ټرانزیټي لارې وتړلې، د اوبو تړون یې لغوه کړ او ډېپلوماټيکې اړیکې یې هم راکمې کړې.

اسلام اباد هم ورته غبرګون وښود او د هندوستان د دغو پرېکړو په غبرګون کې یې خپلو ډېپلوماټیک فشارونه ډېر کړل.

پاکستاني‌ او هندي رسنۍ اوسمهال په احتمالي توګه د هند له لوري د پاکستان پر ځینو ښارونو د بریدونو د چمتووالي خبرونه خپروي. ان په کشمیر کې پولې ته نږدې بیا څو څو ځله په تېرو څو ورځو کې د دواړو لوریو ځواکونو پر یو بل ډزې هم کړي دي.

د دغو دوه اټومي وسلو لرونکو ګاونډيانو ترمنځ روان کړکېچ نړۍواله ټولنه هم اندېښمنه کړې ده.

امریکايي چارواکو له هند او پاکستان وغوښتل چې د تاوتريخوالي د راکمولو لپاره همکاري وکړي. همدا راز پاکستان غوښتنه کړې چې د پېښې په تړاو دې بې پرې څېړنې وشي.

نور خبرونه

رادیو