د بېلتون ګواښ؛ له پاکستانه هغه افغانان هم اېستل کېږي چې هلته یې ودونه کړي

۵ ساعتونه مخکې

هغه افغان کډوال چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړي او کلونه یې هلته ژوند کړی اوس د اېستل کیدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د نیویارک ټاېمز د راپور له مخې دغې چارې د کورنیو ترمنځ د بېلتون اندېښنې ډېرې کړي دي.

د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، په کراچۍ، پېښور، کویټه او نورو ښارونو کې افغان کډوال له سختې ویرې سره مخ دي چې ګوندې پولیس به یې د کورونو درواې ور وټکوي.

په دې ډله کې هغه افغانان هم شامل دي، چې د یاد هېواد له وګړو سره یې ودونه کړي دي. ځینو افغانانو مېرمنو له پاکستاني سړیو او پاکستاني مېرمنو بیا له افغان نارینه وو سره ودونه کړي، چې هغوی هم د اېستل کیدو له ځورونکي حالت سره مخ دي.

د شېرزاد په نوم یوه افغان له ۱۹۹۲ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه د فاطمې په نوم له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره واده کړی او ترې اولادونه هم لري. فاطمه وایي: «موږ یوازې په دوعا ژوندي یو. که مې مېړه بوځي، زه او ماشومان به مې څه کوو؟»

په دغو اېستل کیدونکو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي، چې اولادونه یې په پاکستان کې زېږیدلي دي.

د بشري حقونو فعالانو په وینا، له افغان کډوالو سره کیدونکی چلند یو ناورین دی او باید له دوی سره د قانون په رڼا کې نرم چلند وشي.

د نیو یارک ټاېمز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ ودونه خورا عام دي، خو دغه ودونه د قبایلي دودونو پر بنسټ پرته له رسمي اسنادو ترسره شوي دي.

له همدې کبله افغانانو ته د تابعیت یا دایمي استوګنې اخیستل هم خورا ستونزمن کړي ډي.

د پاکستان د نفوسو ثبت اداره (نادرا) وایي، بهرني مېړه یا ښځه کولای شي د (Pakistan Origin Card) یا POC په نوم کارت واخلي، چې پر بنسټ به یې په پاکستان کې د اوږدمهاله استوګنې او شتمنۍ اخیستو اجازه ولري، خو ډېری افغانان نه‌ دي توانېدلي چې دا کارت تر لاسه کړي.

د مکرم شاه نومي افغان کډوال چې له یوې پاکستانۍ ښځې سره یې واده کړی و، د کویټې ښار یوې سیمه کې نیول شوی او پرته له محکمې پولیسو چمن ته استولی دی.

د هغه مېرمن پلوشې ویلي: «موږ ته د خدای پامانۍ فرصت هم نه‌ دی راکړل شوی. اوس مې ماشومان هره شپه راباندې غږ کوي چې پلار یې چیرته دی؟»

د نیویارک ټاېمز د راپور پر بنسټ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر پر طالبانو د سیاسي فشار یوه هڅه ده.

پاکستان تور لګوي، چې پاکستاني طالبانو ته د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه ورکړل شوي او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې جګړې پلانوي.

پر کابل واکمنو طالبانو بیا د اسلام اباد دا تورونه رد کړي‌ دي.

همداراز هغه افغانان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي او غواړي لوېدیځو هېوادونو ته لاړ شي، له لا ډېرې بې‌ برخلیکۍ سره مخ شوي دي.

راپور وایي، یو شمېر داسې کسان چې تمه یې درلوده امریکا یا اروپا ته ولاړ شي، اوس د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو دویم پړاو پېل کړی او په دې لړۍ کې د «ای سي سي» کارت لرونکو تر څنګ بې اسناده افغان کډوال هم اېستل کېږي.

لا تر اوسه د یوې میاشتې په تیریدو سره پاکستان له ۱۲۰زرو څخه ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي دي.

همدا راز پاکستان خبرداری ورکړی، چې د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وروسته به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

نور خبرونه

رادیو