د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې لاس پر سر کیږي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د امریکا سې بې اېس تلویزیون د بېلابېلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د هغه مرستیال الېکس وانګ به ډیر ژر له خپلو دندو استعفاوې وکړي او له سپینې ماڼۍ به ووځي.

په راپور کې د مایک والټز او د هغه د مرستیال الېکس وانګ د دندو پرېښودو د قیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو پر مایک والټرز په مارچ میاشت کې له هغه وروسته نیوکې زیاتې شوې، چې نوموړي په غیر قصدي ډول د اتلانتیک مجلې مسوول مدیر جیفري ګولډبرګ د امریکا د دفاع وزیر او د ډونالډ ټرمپ د مرستیال په ګډون د جګپوړو امریکايي چارواکو د سیګنال په ګروپ کې شامل کړی و. د سیګنال دغه ګروپ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې د اقداماتو او د هغوی پر پټنځایونو د برید د همغږي کولو لپاره جوړ شوی و.

وروسته جېفري ګولډبرګ د خبرو اترو له سکرین شاټونو سره یوه مقاله خپره کړه او دغه معلومات یې پکې افشا کړل.

له دې پېښي وروسته که څه هم د مایک والټز د استعفا په اړه بحثونه راپوته شول، خو ټرمپ د نوموړي ملاتړ وکړ او هغه یې «ښه انسان» وباله.

نور خبرونه

رادیو