ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز له دندې استعفا تایید کړه

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ملي امنیت سلاکار مایک والټز به له خپلې دندې استعفا ورکړي، او نوموړی یې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفیر په توګه نومولی دی. ټرمپ دا اعلان پر Truth Social میډیا خپور کړی دی.

له دې وړاندې د امریکا سې بې اېس تلویزیون د بېلابېلو سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د هغه مرستیال الېکس وانګ به ډیر ژر له خپلو دندو استعفاوې وکړي او له سپینې ماڼۍ به ووځي.

نور خبرونه

رادیو