ټرمپ: مونږ له حکومت څخه لېونتوب او د ټرانس‌جینډر نظریې نفوذ وباسو

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې له خپل حکومت څخه لېونتوب، او د ټرانس‌جینډر «نرښځي» نظریې نفوذ وباسو.

هغه وايي، هڅه کوي چې امریکا یو ځل بیا د نړۍ ستر هېواد شي، او دا کار په چټکۍ سره روان دی.

سپينې ماڼۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ټرمپ د خپلې حکومتولۍ د لومړنیو ۱۰۰ ورځو د پوره کېدو په مراسمو کې ویلي، چې د حکومت لومړنۍ بریالۍ ۱۰۰ ورځې یو عقلي انقلاب ګڼل کېدای شي. «موږ خوندي پولې، ښه زده‌کړه، او ټیټ سود خوښو، او دا زموږ د کارونو لومړیتوب دی. زه له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه غواړم چې زموږ د بودجې د پلان ملاتړ وکړي.»

نور خبرونه

رادیو