رسنۍ محدودیږي؛ طالبانو په زابل کې د ساکښو موجوداتو پر انځور خپراوي بندیز ولګاوه

۵ ساعتونه مخکې

په زابل کې ځايي خبریالان وايي، چې د طالبانو والي غونډو ته د خبریالانو پر ورتګ او د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر اخیستلو او خپراوي بندیز لګولی دی.

په زابل ولایت کې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي محب الله حماس دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د ادارو رییسان وربللي او امر یې کړی، چې له خبریالانو سره له ویډیويي مرکو دډه وکړي او له دې وروسته خبریالان هیڅ غونډې ته ونه بلل شي.

همدارنګه حماس د دولتي ادارو رییسانو ته امر کړی، چې تر خپل لاس لاندې ادارو کې د ساکښو د انځورونو او ویډیوګانو اخیستلو مخه ونیسي او له دې وروسته له خبریالانو سره د ویډیويي مرکې کولو اجازه نه لري.

د زابل والي په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون ادارې ته هم د ساکښو انځورونو د نه خپراوي سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو د امربالمعروف قانون له جوړیدو وروسته د ساکښو موجوداتو انځورونو اخیستلو بندیز پیل شوی او د زابل په ګډون په ۱۶ نورو ولایتونو کې هم د ساکښو پر انځورونو بندیز لګول شوی دی.

د رسنیو د ملاتړ ادارو پر رسنیو د طالبانو دغه ډول بندیزونه په وار وار غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې پر خپلو بندیزونو له سره غور وکړي او له خپلو سختو پرېکړو تېر شي.

نور خبرونه

رادیو