رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي، چې د سې شنبې په ماښام د روسیې بې پیلوټه الوتکو د اوکراین په دوو لویو ښارونو، خارکیف او دنیپرو، بریدونه کړي دي.
په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
خارکیف، چې د روسیې پولې ته نږدې د اوکراین په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د دې هېواد دوهم لوی ښار بلل کېږي، له درې کلونو راهیسې د روسیې د بې پیلوټه ډرون الوتکو او توغندیزو بریدونو موخه ګرځېدلی.
د یادولو وړ ده، چې دا بریدونه له هغه وخته راهیسې زیات شوي چې مسکو پر اوکرایین بشپړ پوځي یرغل پیل کړ.