د هند انډیا ایکسپریس رسنۍ وايي، چې د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ سخته ډیپلوماتیکه سیالي پیل شوې، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي نړۍوال ملاتړ تر لاسه کړي.
انډیا ایکسپریس ورځپاڼه وایي، چې د پهلګام پېښې په تړاو د طالبانو او ترکیې غبرګونو دا وښودله چې ډیلي د اسلام اباد ډیپلوماتیکې هڅې کمزورې کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي، ډیلي د بهرنیو چارو وزارت له خوا د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې مشر ایم انند پرکاش کابل ته استولی و. خو وایي کابل ته د پرکاش تر رسیدو مخکې طالبانو د پهلګام برید وغانده.