په کندهار کې ځايي طالب چارواکو د امنیت ټېنکښت په موخه ناسته کړې او د ولسوالیو امنییه قوماندانانو او د ښار د حوزو مسوولینو ته یې امر کړی چې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي.
تېره ورځ په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ د دغه ولایت امنیتې چارواکو په ښار او ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه ناسته کړې.
دغې امنیتي ناستې ته د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو امنیه قوماندانان، د استخباراتو او د ښار د حوزو مسوولین وربلل شوي وو.
د کندهار والي ملا شیرین او په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان طالب مولوي د ولسوالیو امنیه قوماندانانو، د استخباراتو مسوولینو او د کندهار ښار د امنیتي حوزو مسوولینو ته د امنیتي تدابیرو د لا ټینګښت سپارښتنې کړې دي.
په ناسته کې ملا شیرین په کندهار کې د امنیتي ادارو له مسوولینو څخه د امنیت ټېنګښت او محکمو د پړېکو په پلیتابه کې د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.
پر همدغه مهال طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار امنیه قوماندان طالب مولوي له قوله لیکلي:«حوزو او ولسوالیو ته چي کوم تشکیل ورکول شوی، دا د اړتیا په اساس ورکول شوی؛ نو باید حوزو او ولسوالیو ته ورکول شوي کسان د امنیت لا ښه ټینګښت ته پوره پاملرنه ولري او پر خپلو دندو واوسي.»
د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې په دغه ښار کې د طالبانو امنیتي تدابیر سخت شوي او امنیتي او د تلاشیو پوستې هم ډيرې شوې.
په کندهار کې د ځايي طالب مسوولینو له خوا دغه امنیتي ناسته په داسې حال کې کیږي، چې په دې ورستیو کې په دغه ولایت کې د جنايي پېښو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه ورکول شوي.