په بلوچستان کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ وسله‌وال وژل شوي دي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په کیچ او زیارت ولسوالیو کې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۰ تنه بلوڅ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د خبرپاڼې له مخې، یوازې په کیچ ولسوالۍ کې تربت سیمې ته نږدې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې درې وسله‌وال وژل شوي دي.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، له وژل شویو وسله‌والو څخه ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دغه ادارې زیاته کړې، چې په سیمه کې یې چاڼیز عملیات هم پیل کړي.
له بل پلوه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کیچ کې د بریالي عملیاتو له امله د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ترهګر په بلوچستان کې د سولې دښمنان او د سوکالۍ مخالف دي.
خو په یوه بله جلا پېښه کې بیا د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت د زیارت ولسوالۍ په چوتیر سیمه کې د استخباراتي راپورونو پر بنسټ د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه وسله‌وال وژلي دي.
چارواکو ویلي، چې دغه عملیات د دوشنبې شپې او سې شنبې د سهار ترمنځ د چوتیر او سنجاوي سیمو ترمنځ ترسره شول.
یو ځایي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي:« د دوو ساعتونو لپاره د ډزو سخته تبادله روانه وه، چې په ترڅ کې یې وسله‌والو لاسي بمونه هم کارول.»
هغه زیاته کړه، چې د ډزو له بندېدو وروسته له سیمې څخه اووه جسدونه ترلاسه شول.
په زیارت ولسوالۍ کې د پولیسو مشر ذکاء الله دراني د دغه پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې جسدونه یې د زیارت ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

نور خبرونه

رادیو