عراقچي: له متحده ایالاتو سره د غیرمستقیمو خبرو راتلونکی پړاو به په روم کې ترسره شي

۳ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، ویلي چې له متحده ایالاتو سره د غیرمستقیمو خبرو اترو بل پړاو به ډېر ژر د ایټالیا په روم کې ترسره شي.

د تهران ټایمز د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړی: «د امریکا له خوا پر ایران لګېدلي بندیزونه به له واشنګټن سره د خبرو پر بهیر منفي اغېز وکړي.»

عراقچي دا هم ویلي، چې له امریکا سره د خبرو اترو له پیل وړاندې، ایران د اروپایي درې‌ګونو هېوادونو «بریتانیا، جرمني او فرانسې» له استازو سره د جمعې په ورځ ځانګړې لیدنه ولري.

نور خبرونه

رادیو