د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په بدخشان ولایت کې د یوې غونډۍ ښویېدو په پېښه کې درې کارګر مړه شوي او یو بل ټپي دی.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر حکمتالله محمدي ویلي، چې دغه پېښه د یاوان ولسوالۍ په پتاب کلي د یوه سیند ترڅنګ شوې ده.
د هغه په وینا، د پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.