روبیو د کړکېچ د مخنیوي په موخه د اسلام‌اباد او ډیلي له استازو سره خبرې کوي

۳ ساعتونه مخکې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي: «موږ دواړو هېوادونو ته ویلي چې د وضعیت له خرابېدو څخه ډډه وکړي.»

تر دې مخکې واشنګټن د دې پېښې په تړاو د هند ملاتړ کړی، خو پر پاکستان یې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه نه دي لګولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر لسګونو سیلانیانود یوې وسله‌والې ډلې د برید په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ یو وار بیا ناندرۍ راپورته شوې دي.

ډیلي اسلام‌اباد په دې پېښه کې ښکېل ګڼي، خو اسلام‌اباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.

نور خبرونه

رادیو