د غزې حکومت د رسنیو دفتر اسراییل تورن کړی، چې په غزې کې یې د روان کړکېچ له امله د فلسطیني ماشومانو کړاونه زیات کړي، چې له امله یې تر ۶۵ زرو زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د دغه دفتر د راپور له مخې، اوسمهال په غزه کې له ۱.۱ مېلیونو څخه ډېر کسان د سختې لوږې سره مخ دي.
په بیان کې زیاته شوې، چې د سرحدي لارو دوامداره تړل پاتې کېدل روغتیایي شرایط او په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې د ناورین د زیاتوالي لامل کېږي.
د مارچ له دویمې نیټې راهیسې اسراییل د غزې لارې تړلې دي، خواړه، طبي او بشري اکمالات یې هم پرې بند کړي دي.