د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین نویل بارو خبرداری ورکړی، چې ایران د «اټومي وسلو د ترلاسه کولو تر بریده» رسېدلی دی.
جین نویل په ملګرو ملتونو کې د دغه دریځ په اعلانولو سره وویل: «ایران له خپلو ټولو ژمنو تېر شوی او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په حال کې دی.»
هغه ټینګار کړی، که دا وضعیت د اروپا امنیت ته ګواښ پېښ کړي، نو فرانسه، جرمني او بریتانیا به د بندیزونو د بېرته لګولو لپاره له «خوځنده مېکانېزم» څخه د ګټې اخیستنې په اړه هېڅ ځنډ ونه کړي.