چودري: هند تر اوسه د پهلګام د پېښې اسناد نه‌دي وړاندې کړي او یو هندي "ترهګر" مو نیولی

۱۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري وايي، هند لا هم د پهلګام د پېښې په تړاو کوم ثبوت نه‌دی وړاندې کړی، خو پاکستان یو هندی روزل شوی ترهګر نیولی، چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره یې د هند له پوځ سره مستقیمې اړیکې درلودې.

چودري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل چې د پېښې اووه ورځې پوره شوې، خو هند يوازې لفظي تورونه لګولي، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ د هند د دولتي ترهګرۍ هغه شواهد وړاندې کوو چې نه‌ردېدونکي دي، خو دوی لا هم د خپلو دعوو لپاره هېڅ سند نه لري."

نوموړي زیاته کړه چې د اپرېل په ۲۵مه نېټه یو هندي روزل شوی ترهګر عبدالمجید د جېلم ښار ته نږدې ونیول شو. له هغه څخه یو هندي جوړ ډرون او لس لکه پاکستانۍ روپۍ ترلاسه شوې دي.

د پوځ د عامه اړیکو مشر ویلي، یاد شخص د هند له یو فعاله پوځي، صوبېدار سُخوېندر تماسونه درلودل چې د دوی له خوا یې اړیکې ثبت شوې دي.

د جنرال احمد شریف په وینا، دا یو روڼ ثبوت دی چې هند د پاکستان پر خاوره د ترهګرۍ تر شا ولاړ دی او نه یوازې ترهګر روزي، بلکې هغوی ته پیسې، وسلې او چاودېدونکي مواد هم ورکوي، چې اکثراً د ډرون له لارې پاکستان ته لېږل کېږي.

تر اوسه د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د مشر یادو څرګندونو ته کوم هندي چارواکي غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان او هند تر منځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې چې وسله والو د کشمېر په پهلګام کې یو شمېر سېلانیان ووژل او هند یې تور پر پاکستان پورې کړ.

نور خبرونه

رادیو