د کان او صنایع خونې مشر: په عباس بندر کې افغان سوداګرو ته زیانونه اوښتي

۷ ساعتونه مخکې

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې وايي چې د عباس بندر په رجايي بندر کې د اورلګېدنې له امله افغان سوداګرو ته هم زیان اوښتی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ (غويي ۸مه) زیاته کړې چې افغان سوداګر د پاکستان له‌خوا د لګول‌شویو محدودیتونو له امله د ایران له بندرونو څخه کار اخلي. د نوموړي په وینا، هغوی په عمده ډول ماشیني او نور توکي له بندر عباس او چابهار څخه واردوي.

کمین‌زاده وايي چې عباس بندر د افغان سوداګرو د مالونو د راواردولو لپاره یو له مهمو بندرونو څخه دی، خو پر ایران، په ځانګړي ډول پر دغه بندر، لګول شوي بندیزونه د افغان سوداګرو کاروبار هم اغېزمن کړی دی. د هغه په خبره، چابهار له بندیزونو څخه معاف دی.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې پر امریکا د ډونالډټرمپ له واکمنېدو او پر ایران د واشنګټن د نویو بندیزونو تر لګېدو وروسته، چابهار بندر هم په دغو بندیزونو کې شامل دی.

کمین‌زاده زیاته کړې چې د اورلګېدنې پر مهال د افغان سوداګرو ځینې مالونه په عباس بندر کې وو، خو د دغو مالونو د کچې په تړاو یې جزییات نه دي ورکړي. هغه وايي چې سوداګر لا هم په بندر کې خپلو سوداګریزو مالونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه د لومړنیو معلوماتو په حواله ویلي چې چاودنه او اورلګېدنه په هغه سیمه کې رامنځته شوې چې حساس توکي په کې ساتل کېدل. هغه هیله‌مندي ښودلې چې د افغان سوداګرو مالونه ډېر زیانمن نه شي.

د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې مشر همداراز وايي چې هېواد يې د سوداګرۍ او ترانزېټ لپاره بديلې لارې پیدا او له قزاقستان، د منځنۍ اسيا له هېوادونو او چين سره يې سودګریزې اړيکې پراخې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عباس بندر ستراتیژیک رجایي بندر د شنبې په ورځ د یوې قوي چاودنې شاهد و چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او اور لا هم نه دی مړ شوی. ایران د پېښې د لاملونو د ارزونې لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو کره معلومات لا هم نه دي روښانه.

نور خبرونه

رادیو