طالبان وایي، چې د سوېلي ولایتونو د برېښنا پراختیايي پروژو پاتې چارې یې پیل کړې دي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې یې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل کړې دي.

هغه وایي، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به ډېری هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

د طالبانو دغه ویاند په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ‏په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سب‌ سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌ سټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سب ‌سټېشن پورې د ۱۱۰کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ‏په یادو پروژو باندې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن شي.

طالبان وایي، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

طالبان په داسې حال کې د کاري فرصوتونو د رامنځته کولو خبره کوي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د فقر، بې وزلې او بې‌کارۍ کچه مخ په لوړېدو ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز په یوه خپور کړي راپور کې وویل، چې د طالبانو سختو تګلارو او ناسم اقتصادي سیسټم، مېلیونونه کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستې دي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او نړۍوالې انزوا له امله د سلګونو زرو لوستو کارګرانو کډوالۍ او په افغانستان کې کار کولو ته د بهرنیو پانګه‌والو نالېوالتیا د دغه هېواد اقتصاد نور هم کمزوری کړی دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په يو راپور کې ويلي، چې د امريکا د بشرپاله مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.

دغه سازمان خبر ورکړی، چې دوی یوازې شپږ مېلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو وس لري او د بودجې د نشتوالي له کبله نه شي کولای، چې اته مېلیونه نورو افغانانو ته چې د لوږې ګواښ سره مخ دي مرستې ورسوي.

یاد سازمان همدا راز خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې د افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو