د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان د کال خبریال شو

۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان انټرنشنل خبریال رامین مظهر د «د افغانستان د کال خبریال» جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه د دوشنبې په ورځ، د غويي پر اتمه نېټه، په بروکسل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال ورکړل شوه.

نوموړي دا جایزه «د طالبانو په زندانونو کې جنسي تېری او ځورونه» څیړنیز رپوټ له امله ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ، د غویي په اتمه نېټه، د پنځو هغو خبریالانو نومونه اعلان کړل چې «د کال خبریال» جایزه یې ترلاسه کړې ده.

 پر رامین مظهر سربېره، نسرین سعیدي، عزیزالله وحدت، محمد یوسف منګل او احسان الله کریمي هم د دې جایزې ګټونکي دي.

د جایزې د د پلاوي د پرېکړې له مخې، د رامین مظهر تحقیقي رپوټ چې د طالبانو په زندانونو کې د جنسي تېري او ځورونې قضیې افشا کوي، د ۲۰۲۵ کال د پنځو غوره رپوټونو له ډلې غوره شوی دی.

دا رپوټ د هغو ښځو او نارینه وو د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې د طالبانو له خوا بنديان شوي وو. رپوټ ښيي چې طالبان د بندي شویو کسانو د اعتراف اخیستلو لپاره له جنسي ځورونې کار اخلي.

د توقیف ځایونه د څارنې په کمرو سمبال شوي او د طالبانو غړي د دغو جنسي تېریو صحنې په خپلو موبایلونو کې ثبتوي.

ریچارد بېنیټ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د دغه تحقیقي رپوټ په غبرګون کې ویلي چې له دې مسالې خبر دی او په تړاو یې څېړنې روانې دي.

نسرین سعیدي، عزیزالله وحدت، محمد یوسف منګل او احسان الله کریمي هم د دې کال د خبریالانو د جایزې نور ګټونکي دي، چې هر یو یې د مهمو ژورنالېستيکي فعالیتونو له امله ونازول شول.

رامین مظهر، چې شاعر هم دی، د کابل پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو فارغ دی.

هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د افغانستان انټرنشنل له پیله له دې رسنۍ سره کار کوي او اوس مهال د دې شبکې د تحقیقي رپوټونو په برخه کې کار کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هر کال د «د کال خبریال» جایزه ورکوي او سږ کال یې دوولسم ځل دی چې دا معتبره جایزه ور کوي.

نور خبرونه

رادیو