له وزیرستان څخه ځايي سرچینو تایید کړې چې د پاکستان د ځايي امنیتي ادارو له خوا پر عامو وګړو د شپې له خوا ګرځبندیز لګول شوی دی.
افغانستان انټرنشنل - پښتو هغه شپه پاڼه تر لاسه کړي چې له مخې یې د شپې له خوا ګرځبندیز اعلان شوی.
په دغه شپه پاڼه کې له خلکو غوښتل شوي دي، چې که د ماخوستن له لمانځه وروسته بیرون ولیدل شي نو دوی به ترهګر وبلل شي.
په شپه پاڼه کې راغلي که چېرې څوک یاد هدایات عملي نه کړي نو د زیان مسوول به یې په خپله وي.