د رجايي بندر په چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی

۱۲ ساعتونه مخکې

ایراني چارواکي وایي، چې د ایران د بندرعباس د رجايي بندر په چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۱۳۹ تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بندرعباس په چاودنه کې ټولې بندري ودانۍ زیانمنې شوي او وېره شته چې ځیني کارکوونکي او خلک به تر ودانیو لاندې وي.
ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې شوې ده، خو دقیق لامل یې معلوم نه دی.
چاودنه دومره زوروره وه، چې تر څو کیلومترو لرې یې هم ودانۍ زیانمنې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو