د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د دوشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په حسن خېلو سیمه کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷وسله واله وژلي دي.
د ای اېس پي ار په دغه اعلامیه کې راغلي، چې ځواکونو یې دغه عملیات تېره شپه د استخباراتي معلوماتو له مخې ترسره کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوې بله اعلامیه کې ویلي وو، چې د یکشنبې په شپه یې ۵۴ هغه وسله وال وژلي چې له ډيورنډ کرښې څخه بې د راوښتو هڅه کوله.
د پوځ د رسنیو څانګې ویلي، چې دغه وسله وال د "هندي بادارانو" په امر فعالیت کوي او په فعاله توګه په پاکستان کې دننه بریدونه پلانوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د نفوذي ضد عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د امنيتي ځواکونو د برياليو عملياتو ستاينه کړې وه او دا يې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان د پرمختګ يو قوي ثبوت بللى و.