د قطر لومړي وزیر له امیرخان متقي سره «د افغانانو د ملاتړ» لارې چارې وڅیړلې

۱۳ ساعتونه مخکې

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د غويي پر اتمه، د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې په دې کتنه کې د افغانستان د وروستي وضعیت او له افغان ولس سره د مرستو لارې چارې وڅیړل شوې.

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د یوه جګپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.

شیخ محمدبن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني له متقي سره په خبرو کې په ټولو برخو کې د افغانانو د مرستې په تړاو د قطر پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوحه په افغانستان کې د امنیت، ثبات، سوکالۍ او باعزته ژوند د ترلاسه کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.

قطر د طالبانو نږدې همکار او د امریکا او دې ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه و، چې ددوحې په تړون منتج شوې.

ال ثاني له دې وړاندې د طالبانو له حکومت نه مننه کړې وه، چې د یوه امریکايي بندي په خلاصون کې یې د دوی د منځګړتوب هرکلی کړی و.

نور خبرونه

رادیو