د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له بندخونو څخه ۴۷ افغان کډوال خوشې شوي دي.
دغه وزارت ویلي، چې یاد شمېر کسان د قانوني اسنادونو د نه لرلو له امله بندیان شوي و.
ټول خوشې شوي کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.