طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو د پروګرام مخنیوی وکړي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال تام فلیچر سره په لیدنه کې ترې غوښتي، چې ملګري ملتونه دې په جبري توګه له ګاونډيو هېوادنو د افغانانو د بېرته ستنولو په مخنیوي کې جدي اقدامات ترسره کړي.

ټام فلیچر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو او بېړنیو همکاریو همغږی کوونکی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ددغې ناستې په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «په دغه ناسته کې مولوي حنفي د ګاونډیو هېوادونو له لورې د افغان کډوالو د اېستلو د موضوع په اړه وویل چې دا بهیر د ګاونډیتوب له اصولو او نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دی او د دواړو اړخونو په اړیکو ناوړه اغېز کوي. هغه هیله وښوده چې ملګري ملتونه دې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.»

حنفي همدا زار ټام فلیچر ته ډاډ ورکړی، چې حکومت یې غواړي له ټولو هېوادونو سره پر متقابل درناوي او اقتصاد‌محور اصولو ولاړې ښې اړیکې ولري.

فطرت د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له قوله لیکلي، چې د افغانستان ولس لا هم مرستو او همکاریو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه هڅه کوي چې د خلکو لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې ورسوي.

د فطرت په وینا: «نوموړي د ملګرو ملتونو له لوري د طالبانو له حکومت سره د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې په افغانستان کې سترې پرمختیايي پروژې عملي شي، تر څو د افغان ولس اړتیا د بشري مرستو پر ځای د خپلواکو اقتصادي فرصتونو له لارې پوره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان په دغه هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري ستنولو پروګرام چټک کړی دی.

له تېرو څو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې پولیسو سخت ګامونه پورته کړي، کور په کور د افغانانو لټون روان دی، دوی نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته لېږل کیږي.

له ۲۰۲۳ کال را پدېخوا پاکستان نږدې یو مېلیون افغان کډوال جبري بېرته ستانه کړي او پرېکړه یې کړې چې په دغه هېواد کې مېشت نږدې درې مېلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، چې دا لړۍ ودروي خو تر اوسه د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو