ایراني چارواکي وايي، چې هره ورځ په اوسط ډول ۱۸۰۰ تنه «ناقانونه افغانان» د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنېږي.له دې لارې د ایران په ۱۱ ولايتونو کې ناقانونه پېژندل شوي افغانان اخراجیږي او پر اسلام کلا افغانستان ته اړول کېږي.
د ایران د تايباد ولسوال حسين جمشيدي د دوشنبې په ورځ د دوغارون له لارې د افغانانو د ستنېدو بهير د ليدنې پر مهال ايرنا خبري اژانس ته وويل چې دغه شمېر افغان وګړي يا خپله ځانونه معرفي کوي، يا په ټول هېواد کې پېژندل شوي او يا د يو ګډ پلان په چوکاټ کې بېرته خپل وطن ته استول کېږي.
هغه څرګنده کړه چې « د بهرنيو اتباعو د غيرقانوني حضور پر وړاندې د مبارزې په لړ کې هغه ناقانونه افغانان چې په ۱۱ ولايتونو کې پېژندل شوي، د قانوني پړاوونو له بشپړولو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي».
جمشيدي زياته کړه: « د بهرنيو ناقانونه اتباعو پېژندنه او د هغوی ستنول د کورنيو چارو وزارت له مهمو لومړيتوبونو دي او د تېر يوه کال په موده کې د ناقانونه افغان اتباعو د ستنولو شمېر ډېر شوی دی».
د ایران د تايباد ولسوال وويل چې دوغارون پوله د افغانانو د ستنولو اصلي دروازه ده او د هغوی د اسانه وتلو لپاره ټولې اړينې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
نوموړی وايي، چې دوغارون له افغانستان څخه ايران ته د قانوني کډوالۍ تر ټولو خوندي لار ده او هر کال د دغه بندر له لارې له يو ميليون زيات مسافر دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.
دغه ایرانی چارواکی وايي، چې د ايران او افغانستان د ګډو پولو دايمي امنيت، د شمال ختيز سرحدي ديوال بريالی پلان، د ختيزو سرحدونو د وسله والو ځواکونو ځواکمنتيا، د ایران دننه د ناقانونه اتباعو پر وړاندې قانوني اقدامات او د ټولو دولتي او ولايتي ادارو همکاري د دې لامل شوې چې د دوغارون له لارې ايران ته د «ناقانونه افغان اتباعو» تګ کم شي.
ایران په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر میشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او ګڼ شمېر هغه افغان کډوال هم افغانستان ته اخراج شوي، چې په معتبرو ویزو یې دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.