د پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټریبیون د راپور لهمخې، د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد له فدرالي حکومته د ټولو ګوندونو د یوه ګډ کنفرانس جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دغه ګوند وايي چې ټول ګوندونه باید د هند ګواښونه وارزوي او یو واحد ملي دریځ غوره کړي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه غړي سناتور علي ظفر د دغه هېواد په مشرانو جرګې کې د خپلې وینا پرمهال زیاته کړې چې د پاکستان خلک د «نریندرا مودي له ډرامې جوړونې» ښه خبر دي.
هغه ویلي چې د هند لهخوا د اوبو تړون د یو اړخیز کولو ګواښونه قانوني مشروعیت نهلري او پاکستان به د خپلو اوبو د سرچینو پر وړاندې هر ډول تجاوز ته قوي ځواب ورکړي.
ورته مهال، د پاکستان په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون مشر، سناتور شبلي فراز هم همدا دریځ غوره کړی دی.
نوموړي د هند ګواښونه «دښمنانه اقدامات»بللي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید له ملي اجماع سره د دغوګواښونو ځواب ورکړي.
نوموړی وايي چې هند د پاکستان د بې ثباتهکېدو په لټه دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملي یووالي او د حالاتو د حساسیت د درک پر اړتیا ټینګار کړی او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د هند د ګواښونو د ارزونې او د یوې ګډې ملي تګلارې د ټاکلو په موخه یوه پراخه غونډه وکړي.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اپرېل په ۲۲مه د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ سیلانیانو تر وژلکېدو وروسته د نوي ډېلي او اسلاماباد ترمنځ یو وار بیا کړکېچ زیات شوی دی.