د‌ پاکستان پوځ وايي، په بنو کې یې شپږ وسله‌وال وژلي دي

۶ ساعتونه مخکې

د‌ پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت اړوند په بنو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه علمیات یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او‌ په سیمه کې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره به نور اقدامات هم کوي.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو وسله والو لپاره د «خوارجو» کلیمه کارول شوې ده. د پاکستان پوځ پاکستاني طالبانو یا «ټي ټي پي» ته دغه کلیمه کاروي.

د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستاني رسنۍ بیا د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې د بلوچستان په پشین سیمه کې ۹ تنه وسله وال د استخبارتي عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.

اخوا «ټي ټي پي» وسله والو هم د تېرې جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د خپلو وسله والو فعالیتونو او د «الخندق» عملیاتو په لړ کې د‌ پاکستان امینتي ځواکونو پنځه تنه افسران وژلي ډي.

پاکستان په دې وروستیو کې له سخت امنیتي کړکېچ سره مخ دی او د پښتونخوا تر څنګ بلوچستان کې هم تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په ډېریدو دی.

پاکستان نیوکه کوي، چې د طالبانو تر سیورې لاندې د افغانستان خاوره کې د دوی ضد ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړل شوي دي.

بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې او په پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» وسله وال د پاکستاني پوځیانو خلاف جګړې کوي.

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د وروستي سفر پر مهال هم د دغو امنیتي اندېښنو په تړاو خبرې شوي وې.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه سفر پر مهال د «ټي ټي پي» د مخنېوي اړوند له طالبانو سره ګټورې او مثبتې خبرې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو