د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.
هغه خبرداری هم ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.
د پاکستاني رسنۍ اې ار واې د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف له نظامي زده کړو څخه فارغو شویو ته په وینا کې وویل: «پاكستان تل د هر ډول ترهګرۍ غندنه كړې، پاكستان د ترهګرۍ په ضد جګړه كې ځاني او مالي درانه زيانونه ګاللي دي، امن زمونږ ترجيح ده خو كمزوري نه ده.»
هغه هند ته وړاندیز وکړ، چې پاکستان چمتو دی د پهلګام پېښې په بې پرې پلټنه کې همکاري وکړي او زیاته یې کړه «سوله زموږ هیله ده، خو باید کمزوري ونه ګڼل شو. موږ به د ملي وقار او ګټو پر وړاندې د هرې هڅې په وړاندې مبارزه وکړو.»
شهباز شریف د خپل لومړي مرستیال اسحاق ډار د کابل سفر ته په اشارې سره وویل، له افغانستان سره د سولې او ثبات غوښتونکي دي، او همدا راز یې پر طالبانو غږ وکړ چې باید د ترهګرو لهخوا د خپلې خاورې د استفادې مخه ونیسې.
د هند او پاکستان اړیکې له هغې وروسته ترینګلې او په تاوتریخوالي بدلې شوې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
د هندي کشمیر سیمه ییزو پولیسو ادعا کړې، چې په یاد برید کې له ښکېلو دریو کسانو یې دوه پاکستاني وګړي دي.
خو پاکستان بیا له دې برید سره هر ډول تړاو رد کړی.
هند بیا د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۶۰ کال د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش تړون (د سند تړون) ځنډولی او همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې کموالی راوړی دی.
که څه هم هند او پاکستان د کشمیر پر سر یو پخوانی اوربند لري، خو وخت ناوخت دواړه لوري یو پر بریدونه ترسره کوي.
دواړه هېوادونه کشمیر د خپلې خاورې برخه ګڼې او تر دې دمه یې درې وسله والې جګړې کړې، چې دوه یې د همدې لانجمنې سیمې پر سر رامنځته شوې وې.