په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا ځانګړې غونډه کې د جبري بې ځایه کېدو او کډوالو د ساتنې په اړه د وینا پرمهال ویلي، د ګاونډيو هېوادونو له لوري د افغانانو ستنول دوامداره حل نه دی، بلکې سیمه ییزې همغږۍ کمزورې کوي.
نصیر احمد فایق ویلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ د ډیرو بېځایه کېدونو له ډلۍ، له ژور کړکیچ سره مخ دی.
نوموړی وايي، د جبري بېځایه کېدو کړکیچ د طالبانو د پالیسیو او محدودیتونو له امله پر افغانانو تپل شوی دی.
فایق زیاتوي، پاکستان او ایران د افغانانو په جبري بېرته ستنولو سره مېلیونونه خلک له نوي کړاو او ګواښ سره مخ کوي.:« د افغان کډوالو جبري ستونول له ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه روان دي. خو دا ستنول ډير ځله د زور، ګواښ او ډيله ییز اخراج له لارې شوي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او جبري نه ستنولو اصولو خلاف دي.»
نوموړی وايي، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د جبري ستنولو له امله کورنۍ سره بېلې کړې او زیان منونکي کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې بېرته هغه هېواد ته ستانه کړي، چې د اقتصاد سقوط، شدیدې خوراکي ناامنۍ او د طالبانو د پالیسیو له امله د اساسي حقونو د پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
نوموړي پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې ژر تر ژره دې جبري ستنول بند کړي.
نوموړي ویلي:« ایران او پاکستان دې خپلو نړوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي او له ملګرو ملتونو او نړوالو شریکانو سره دې همکاري وکړي، تر څو د هر ډول ستنېدو بهیر داوطلبانه، خوندي او د کرامت ډک وي.»
ښاغلی نصیر فایق وايي، نړیواله ټولنه دې د بشر دوستانه مرستو د پیاوړتیا، د بیا میشتېدو د فرصتونو پراخولو او د اوږدمهالو پانګنو په برخه کې مرسته وکړي او افغان کډوال دې نه هیروي.