د‌ پاکستان او هند کړکېچ؛ اسلام اباد کې د هند سفارت کارکوونکو ته د وتلو خبرداری ورکړل شو

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند سفارت کارکوونکو، ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد دې د اپرېل میاشتې تر پایه پورې پرېږدي.

د دغه وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې په اسلام‌اباد کې د هند د سفارت د کارکوونکو او ډیپلوماتانو شمېر به ۳۰ کسانو ته راکم شي.

شفقت علي خان د (غوایي ۵مه) نېټه ټینګار وکړ، چې پاکستان پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ د واګه پوله سملاسي وتړي او له دې لارې به هر ډول تګ راتګ او سوداګري د اپریل له ۳۰مې وروسته بنده شي.

هغه همداراز اعلان وکړ، چې پاکستان د هند د ټولو وګړو ویزې، پرته له سیک زیارت کوونکو، لغوه کړې دي او له هغوی یې غوښتي، چې تر ۴۸ ساعتونو پورې د پاکستان خاوره پرېږدي.

شفقت علي خان وویل، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا له ناستې وروسته، د دې هېواد فضايي حریم د هند ټولو هوايي شرکتونو او هغو الوتنو لپاره هم تړل شوی، چې د هندیانو لخوا اداره کېږي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د نوموړي په وینا، پاکستان به لکه د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په میاشت د برید په څېر د هند هر تېري ته پرېکنده غبرګون وښيي.

د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې، وروسته له هغه چې په هند کې یو مرګونی ترهګریز برید وشو، د هند هوايي ځواک د پاکستان ځینې برخې بمبار کړې. پاکستان په غبرګون کې د هند یوه جنګي الوتکه نسکوره کړه او پیلوټ یې ونیو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله اونیزه خبري غونډه کې زیاته کړه، چې پاکستان به د اندوس سیند د اوبو د بندولو لپاره د هند هر ډول هڅه د جګړې اقدام وبولي او د دې مخنیوي لپاره به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروستۍ تر هغې کړکېچنې شوې، چې وړمه ورځ د وسله والو یوې ډلې په هندي کشمیر کې ۲۵سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

هند هم په ډیلي، کې د پاکستان سفارت د ډېپلوماټانو، کارکوونکو او اتشو شمېر کمیدو خبر ورکړی، چې په ۴۸ساعتونو کې باید له دغه هېواده ووځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اندوس اوبو مهم تړون یې هم لغوه اعلان کړ.

ویل کېږي د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې هم شوي دي.

په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د چمتووالي په حالت کې دي او ویره شته چې ګوندې هند د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

نور خبرونه

رادیو