ټرمپ: هند او پاکستان دې خپلمنځي شخړې په خپله حل کړي

۱۰ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې د اسلام‌اباد او ډیلي ترمنځ اړیکې د شخړې رامنځته کېدو تر حده مخ په زیاتیدو دي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هند او پاکستان به خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

ډونالډ ټرمپ په ​​کشمیر کې تاریخي شخړو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره بلد دی، خو هغه د دواړو هېوادونو د مشرانو سره د اړیکو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ترینګلې شوې.

ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبردارۍ ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.

دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.

همداراز، یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند او پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې کړي دي.په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي او وېره شته چې ګوندې هند یو ځل بیا د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.

نور خبرونه

رادیو