په کویټه کې د چاودنې له امله څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او درې ټپیان دي

۷ ساعتونه مخکې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت د کویټې په مارګیټ سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو څلور عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یاده پېښه د جمعې په ورځ د (غوایي ۵مه) له غرمې مخکې رامنځته شوې، چې ټپیان نږدې روغتون ته وړل شوي ‌دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د یادې پېښې پخلی کړی او د څلورو وژل شویو عسکرو کورنیو سره یې خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

په وژل عسکرو کې صوبیدار شهزاد امین، نایب صوبیدار عباس، خلیل او زاهد شامل دي.

محسن نقوي ویلي، چې د ترهګرې ډلې به پرېنږدي څو په پاکستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

تر اوسه پورې د یاد برید مسوولیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې دمخه په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو د دغه ډول بریدونو ترسراوي ته ټټر وهلی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضعیت ترینګلی ښودل کېږي. پښتونخوا او بلوچستان دوه هغه ایالتونه دي چې د پخوا په پرتله په کې د وسله والو ډلو فعالیتونه ډېر شوي دي.

پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» وسله وال هره ورځ له پاکستاني پوځیانو سره په نښتو اخته وي او باورونه دا دي،چې دغه ډلې پر کابل د افغان طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

پاکستان ګوته نېسي چې د دوی په پراخیدونکې نا امنۍ کې د هغو ترهګرو ډلو لاس دی، چې د طالبانو تر سیورې لاندې یې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په لړ کې له طالبانو سره د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د امنیتي مسایلو په باب هم خبرې کړي‌ دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې اسلام اباد او طالبانو د «ټي ټي پي» د مخنېوي په موخه ځینې مثبتې هوکړې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو شته کړکېچ حل کیدونکی ښکاري.

نور خبرونه

رادیو