د پاکستان دفاع وزیر ومنله چې درې لسیزې یې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ وکړ

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزیر په یوه مرکه کې ومنله چې هېواد یې تېرې درې لسیزې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ وکړ.

خواجه اصف وايي:« ښه موږ د درې لسیزو لپاره د لویدیځ او برېتانیا په ګډون د امریکا لپاره دغه چټل کار کاوه.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له سکای نیوز سره په مرکه کې د خبریالې یلدا حکیم د پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان د «ترهګرو ډلو» د ملاتړ، روزنې او تمویل اوږد تاریخ لري، وویل:« موږ ددرې لسیزې دا چټل کارونه د امریکا لپاره، د لویدیځ او برېتانیا لپاره مو وکړ. دا یوه تېروتنه وه چې ومو کړه او له همدې امله دا مسایل موږ سره تړل کیږي.»

خواجه اصف په ټینګار سره وویل، که پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه او د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه نه وای اخیستې، نو «د دغه هېواد سابقه به بې عیبه او پاکه پاتې شوې وای.»

ښاغلی اصف وايي:«موږ د دې دروند قیمت ورکړ، زموږ ټولنه اغیزمنه شوه او زموږ امنیت زیانمن شو.»

د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پهلګام سیمز تر برید وروسته کړې دي.

په کشمیر کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې، پاکستان له هند سره د اوبو یو ګډ پخوانی تړون ځنډولی، ځمکنۍ لارې یې تړلې، د پاکستانيانو ویزې یې لغوه کړې او پاکستاني ډیټلوماټان یې له هند ایستلي دي.

پاکستان هم د هند د اقدام په وړاندې ورته غبرګون ښودلو سره هوايي حریم تړلو ترڅنګ هندي ډيپلوماټان له پاکستان ایستلي او د هند وګړو لپاره ویزې یې لغوه کړې دي.

پاکستاني چارواکي د کشمیر په برید کې لاس لرل ردوي، خو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره ورځ ویلي، چې د کشمیر برید عاملان «د ځمکې تر پایه» تعقیبوي.

نور خبرونه

رادیو